۲۸۰ ځوانو زوجینو د خپل د واده مراسم په یو ځایي ډول ترسره کړل

په کابل ښار کې د لوې «غدیر خم» اختر په مناسبت ۲۸۰ ځوانو جوړو د خپل د واده مراسم په يو ځایي ډول ترسره کړل.

د خاورمیانه خبري اژانس د ټولنیزې څانګې د خبر له مخې، د یو ځایي واده دغه  مراسم نن د زمري په ( ۲۵) نیټه د کابل ښار د امید سبز په ښارګوټي کې ترسره شول.

د دغه جشن برابرونکي وایې،  له دې چارې یې موخه په ودونو کې د ملا ماتونکو لګښتونو دمخنیوي ترڅنګ د یوځایي ودونو د فرهنګ رواجول دي.

د نوموړو پروینا، د نن ورځې په دغو مراسمو کې، چې د لوې « غدیر خم » اختر په مناسبت جوړ شوي وو، ۲۸۰ زوجینو په یوځایي ډول په ډیر کم لګښت د خپلو  ودونو  مراسم  ترسره کړل.

دغو ځوانو زوجینو هم د دې ډول مراسمو په جوړیدو خوښي وښوده ،  د دغه فرهنګ د عام کیدو او په دې ډول پروګرامونو کې د ځوانانو د ګډون غوښتونکي شول.

د ویلو وړ ده، چې په افغانستان کې په ودونو کې زیات او ملا ماتوونکی لګښت یو له جدي ستونزو او معضلاتو څخه ده، چې د زیاتو ځوانانو د ګډ ژوند  مانع شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *