د جمهور رئیس غني د کور د ساتونکو قومندان له څو ورځي ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،عبدالغفور احمدزی څو ورځې وړاندې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوی وو.
د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې سړي په ۴۰۰ بستریز روغتون کې له څو ورځو تیرولو وروسته ساه ورکړي ده.
احمدزي د جمهور رئیس غني د کور د ساتونکو مسوولیت پر غاړه درلود او څو ورځې وړاندې د کابل ښار په ۱۶ ناحیه کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو.
ویل کیږي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني خپل ساتونکي ته د درناوي د اداکولو په پار نن ۴۰۰ بستریز روغتون ته ورغلی او د نوموړي په جنازې پورته کولو کې یې ګډون کړی.
وسله والو طالبانو د عبدالغفار احمدزي پر موټر د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه چاودنه یې د تیرې پنجشنبې په ورځ ترسره کړي ده.