د جمهور رئیس د کور د ساتونکو قومندان ووژل شو

د جمهور رئیس غني د کور د ساتونکو قومندان له څو ورځي ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،عبدالغفور احمدزی څو ورځې وړاندې په یوه چاودنه کې ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوی وو.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې سړي په ۴۰۰ بستریز روغتون کې له څو ورځو تیرولو وروسته ساه ورکړي ده.

احمدزي د جمهور رئیس غني د کور د ساتونکو مسوولیت پر غاړه درلود او څو ورځې وړاندې د کابل ښار په ۱۶ ناحیه کې په یوه چاودنه کې ټپي شوی وو.

ویل کیږي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني خپل ساتونکي ته د درناوي د اداکولو په پار نن ۴۰۰ بستریز روغتون ته ورغلی  او د نوموړي په جنازې پورته کولو کې یې ګډون کړی.

وسله والو طالبانو د عبدالغفار احمدزي پر موټر د چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه چاودنه یې د تیرې پنجشنبې په ورځ ترسره کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *