ننګرهار کې د چت پریوتو په پیښه کې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي وایې دغه پیښه نن سهار د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل:  نن سهار د چنګاښ په ( ۲۵)  نیټه سهار مهال  د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ په بر پچیر سیمه کې د یوه زوړ کور چت را پریوتی، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ  پنځه غړو په کې  خپل ژوند له لاسه ورکړی،  نوموړی وایې په مړو شو کې دوه هلکان دوه نجونې او یوه پنځویشت کلنه میرمنه شامله ده.

د خوږیاڼي په خبره په دې پیښه کې یوه ۵۵ کلنه میرمن ټپي شوې ده ، چې روغتیایې وضعیت یې د اندیښنې وړ دی.

د یادونې وړه ده، چې څو ورځې وړاندې په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوه واده په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله له ۲۱  څخه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Author

خروج از نسخه موبایل