په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو

د قاطع ملاتړ ماموریت د افغانستان په جګړه کې د یوه امریکایي عسکر وژل کېدنه تایید کړي ده.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،قاطع ملاتړ ماموریت نن د ( چنګاښ ۲۲) ویلي دي چې دا سرتیری په جګړه کې وژل شوی دی.

ددې ادارې په خبرپاڼه کې ددې امریکایي سرتیري د وژل کېدو د کره ځای او څرنګوالی په اړه مالومات وړاندې شوي نه دي.

د خبرپاڼې څخه په نقل په دې اړه به نور جزئیات ۲۴ ساعته وروسته وړاندې شي.

ددې امریکایي سرتیري په وژل کېدو سره  د تیرو درې اوونیو په جریان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمېر ۳  تنو ته ورسید او د روان میلادي کال د پیل راهیسې د افغانستان په جګړه کې ۱۰ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.

دوه امریکایي نظامیان اته ورځې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې وژل شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل