د کونړ چارواکي وایې؛ د دې ولایت وټه پور ولسوالۍ کې ۱۰ تنه داعش وسلوال وژل شوي او یو ستر مرکز ېي له منځه وړل شوی.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د وټه پور ولسوالۍ په اننګوړو بانډه کلې کې د داعش په یو مرکز شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې ېې د داعش تروریستي ډلې (۱۰) تنه وسلوال وژل شوي او یو مرکز یې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، د عملیاتو په ترڅ کې ځانګړو ځواکونو ته یوه اندازه مهمات، ماینونه او چاودیدونکي توکي هم په لاس ورغلي ، چې په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.
د داعش وسله والۍ ډلې تراوسه په دې نظر نه دی څرګند کړی .