په افغان امریکایي پوهنتون کې ۶۳ میلیونه دالر لادرکه شوي
د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د ۶۳ میلیونه امریکایي ډالرو د ورکیدو خبر ورکړی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،«سیګار» په دې راپور کې راوړي دي چې دغه اندازه پیسې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د امریکا لخوا د افغانستان د امریکایي پوهنتون څخه نادرکه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې د افغان امریکایي پوهنتون په هر محصل باندې د لیسانس په څلور کلنه دوره کې د امریکا له مرستو شاوخوا ۱۲۶ زره ډالر لګول شوي دي.
د امریکا ځانګړي څیړونکي جان ساپکو نیویارک ټایمز ورځپاڼي ته ویلي دي چې په اوو کلونو کې د دولتي قراردادونو او د امریکا څخه په مرستو ترلاسه کوونکو کې دا «بدترینه» اداره ده چې څیړنه یې شوي ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان امریکایي پوهنتون مسوولین دغه ادعاوي ردوي او وایي چې ددې پوهنتون سره ټولې ترسره شوي مرستې لګول شوي او لادرکه شوي نه دي.