د غزني د «شمس العارفین» زیارت په بمونو والوزول شو

ناپیژانده وسلوالو د غزني ښار په شمال ختیځ کې د«شمس العارفین» په نوم مشهور زیارت پر ماینونو الوزولی او زیانمن کړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،ناڅرګنده وسلوالو تیره شپه د غزني په ښار کې یو زیارت په ماینونو الوزولی دی.

د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی دی چې دغه زیارت د «شمس العارفین» اړوند دی او په دې چاودنه کې زیانمن شوی دی.

سرچینې ویلي دي چې شیخ عبدالواحد چې د شمس العارفین لقب ورکړل شوی د اسلام  دعرفان او تصوف د مشرانو څخه شمېرل کیږي،په ۶۰۱ هجري قمري کې وفات شوی او د نوموړي قبر په غزني ښار کې خلکو ته د احترام وړ دی.

د «شمس العارفین» زیارت د پیریانو نیولو ناروغانو د ستونزو د رفع کولو لپاره وو چې هره ورځ ورته د مختلفو ولایتونو څخه لسګونو تنو تګ راتګ درلود.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې پیښې مسوولیت پر غاړه اخیستی نه دی.

Author

خروج از نسخه موبایل