د افغانستان د کرکټ لپاره نوی ریکارډ
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله ایرلینډ سره په سیالۍ کې وتوانیده چې په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې تازه ریکارډ ثبت کړي.
د خاور میانه خبرې اژانس د ورزشي برخې د راپور له مخې،د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ د ملې لوبډلو تر مینځ دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ تیره شپه د هند د «دیرادون» ښار په «راجیوګاندي» لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې سیالۍ کې د افغانستان ملې لوبډله د ۲۷۸ منډو په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوه چې په نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو کې نوی ریکارډ ثبت کړي ،په داسې حال کې چې ایرلینډ یوازې د ۱۹۴ منډو په بشپړولو بریالی شو.
حضرت الله ځاځی او عثمان غني چې د ملې لوبډلې له لوري پرانیستونکي لوبغاړي وو په یوازې ځان ۲۳۶ منډې ترسره کړي چې دغه امتیاز هم یو نوی ریکارډ وشمېرل شو.
په همدې ترتیب د کرکټ په نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو کې نوی ریکارډ ثبت شو،مخکنی ریکارډ په ۲۰۱۶ کال کې د استرالیا او سریلانکا تر مینځ په سیالۍ کې جوړ شوی وو چې استرالیا پکې ۲۶۳ منډې ترسره کړي وي چې دغه ریکارډ د افغانستان له لوري مات شو.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندۍ لمړنۍ سیالۍ هم ګټلي ده او ټاکل شوي ده چې دواړه لوبډلې پینځه یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.