د حکمتیار د ټاکنیز ټیم دویم مرستیال په کابل ښار کې په یوه وسله وال برید کې ټپي شو.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیز ټیم دویم مرستیال،حفیظ الرحمن نقي تیره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې د دوغ اباد په سیمه کې د یوه وسله وال برید هدف وګرځید.
د اسلامي حزب د منشي هارون زاخیلوال څخه په نقل ددغه حزب په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي نقي هغه مهال په نښه شوی او ټپي شوی دی چې په دارالامان کې د خپل کاري دفتر څخه کور ته روان وو.
نوموړې ویلي دي چې په دې پیښه کې د نقي سکرتر هم ټپي شوی او روغتون ته لیږدول شوی دی.
لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص ددغه پیښې مسوولیت پرغاړه اخیستی نه دی.