د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټاکنیز مهال ویش له مخې نن ورځ د جمهورې ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیلیږي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره نوماندان د نن ورځې ( جدې ۱) څخه تر ۱۲ ورځو پورې مهلت لري تر څو خپل ځان او مرستیالان وټاکي.
که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې ټاکنیز تقویم څو واره تغییر شو؛ مګر د تیرو لسو ورځو په اوږدو کې نوې او وروستی تقویم اعلان شو.
په دې تقویم کې راغلي دي چې د جمهورې ریاست د ټاکنو نوماندان د ۱۳۹۷ کال د جدې لمړۍ نه تر ۱۲ نیټې پورې وخت لري چې د نوم لیکنې پاڼې ترلاسه کړې او خپلې ټاکنیزې نښې وټاکي.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د جدې پر ۱۸ مه نیټه د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره ابتدایي لیست اعلان کړي او د دلوې په ۲۶ نیټه به وروستی لیست د خلکو په واک کې ورکړې.
د نوماندانو،سیاسې ډلو او منتفذینو ترمینځ د انتخاباتي ټیکټونو د جوړولو زیاتې هڅې او اټکلونه موجود دي او د مطرحو نوماندانو له ډلې تر اوسه اوسنی جمهور رییس محمد اشرف غني،د ملې امنیت پخوانی رییس محمد حنیف اتمر او د شهید مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود په رسمي ډول د انتخاباتو لپاره خپله نوماندې اعلان کړې ده.