د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر پیل کیدل

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټاکنیز  مهال ویش له مخې نن ورځ د جمهورې ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیلیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره نوماندان د نن ورځې ( جدې ۱) څخه تر ۱۲ ورځو پورې مهلت لري تر څو خپل ځان او مرستیالان وټاکي.

که څه هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لورې ټاکنیز تقویم څو واره تغییر شو؛ مګر د تیرو لسو ورځو په اوږدو کې نوې او وروستی تقویم اعلان شو.

په دې تقویم کې راغلي دي چې د جمهورې ریاست د ټاکنو نوماندان د ۱۳۹۷ کال د جدې لمړۍ نه تر ۱۲ نیټې پورې وخت لري چې د نوم لیکنې پاڼې ترلاسه کړې او خپلې ټاکنیزې نښې وټاکي.

همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د جدې پر ۱۸ مه نیټه د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره ابتدایي لیست اعلان کړي او د دلوې په ۲۶ نیټه به وروستی لیست د خلکو په واک کې ورکړې.

د نوماندانو،سیاسې ډلو او منتفذینو ترمینځ د انتخاباتي ټیکټونو د جوړولو زیاتې هڅې او اټکلونه موجود دي او د مطرحو نوماندانو له ډلې  تر اوسه اوسنی جمهور رییس محمد اشرف غني،د ملې امنیت پخوانی رییس محمد حنیف اتمر او د شهید مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود په رسمي ډول د انتخاباتو لپاره خپله نوماندې اعلان کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *