د سولې عالي شورا د سولې د مشورتي بورد تشکیل نیمګړی وښود، ادعا کوي، چې په دې کې د ښځینو ګډون سنګه چې لازمه ده هغسې په پام کې نه دی نیول شوی.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د سولې د عالي شورا مرستیالۍ، حبیبه سرابي ( ښځې د سولې په پروسه کې ) تر سرلیک لاندې په ملي ناسته کې وویل: چې د سولې مشورتي بورد په تشکیل کې د ښځینو شتون له پامه لویدلی او دا تشکیل نیمګړی دی .
نوموړۍ زیاته کړه، چې د سولې د مشورتي بورد د ۳۰ تنو په لیست کې یوازې ۲ ښځینه شتون لري، چې دا هم د دوې کورنۍ ته د احترام لرو په خاطر شتون لري چې دا یو غیرې عادلانه جوړښت دی .
میرمن سرابي وړاندې وویل: چې دټولو سیاسي احزابو استازي، جهادي مشران او قومي مشران شتون لري خو په دغه جوړښت کې د ښځینو ځای له پامه غورځول شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د فرمان له مخې او د ملي تفاهم په منظورۍ په هیواد کې دتل پاتې سولې په موخه له جهادي مشرانو، سیاسي، ټولنیزو او د ټولنې له مختلفو قشرونو سره د مشورو او دخبرو له پاره (د سولې عالي مشورتي بورد) رامنځ ته شو.