د سولې د مشورتي بورد په تشکیل د سولې عالي شورا غبرګون

د سولې عالي شورا د سولې د مشورتي بورد تشکیل نیمګړی وښود،  ادعا کوي، چې په دې کې د ښځینو ګډون سنګه چې لازمه ده هغسې  په پام کې نه دی نیول شوی.

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د سولې د عالي شورا مرستیالۍ، حبیبه سرابي  ( ښځې د سولې په پروسه کې )  تر سرلیک لاندې په ملي ناسته کې وویل: چې د سولې مشورتي بورد په تشکیل کې د ښځینو شتون له پامه لویدلی او دا تشکیل نیمګړی دی .

نوموړۍ زیاته کړه،  چې د سولې د مشورتي بورد د ۳۰ تنو په لیست کې یوازې ۲ ښځینه شتون لري، چې دا هم د دوې کورنۍ ته د احترام لرو په خاطر شتون لري چې دا یو غیرې عادلانه جوړښت دی .

میرمن سرابي وړاندې وویل: چې دټولو سیاسي احزابو استازي،  جهادي مشران او قومي مشران شتون لري خو  په دغه جوړښت کې د ښځینو ځای له پامه غورځول  شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د فرمان  له مخې  او د ملي تفاهم په منظورۍ په هیواد کې دتل پاتې سولې په موخه له جهادي مشرانو،  سیاسي، ټولنیزو او د ټولنې له مختلفو قشرونو سره د مشورو او دخبرو له پاره   (د سولې عالي  مشورتي بورد)  رامنځ ته شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *