د کابل چاودنه له ځانه سره تلفات نه لري

بشپړ،د کابل ښار د یوولسمې ناحیه چاودنه له ځانه سره تلفات نه لري.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن سهار( لیندۍ ۱۰ مه) شاوخوا ۶:۳۰ دقیقې د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د «جهانما لوای بابه  جان»پارک په سیمه کې یوه چاودنه رامنځته شوي ده.

امنیتې سرچینې وایي چې دغه پیښه د چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوي ده چې په یوه عراده ټانک کې ځای پر ځای شوي وو.

ددې سرچینو پر وینا ،په دغه چاودنه کې د سیمې اوسیدونکو ته کوم زیان رسیدلی نه دی.

سرچینې وایي چې په دې اړه څیړنې رواني دي.

Author

خروج از نسخه موبایل