پچيراګام کې پر دوه سوه بېوزله کورنيو د هګيو چرګان وويشل شول

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت کرنې رياست له لوري د پنځه ميليونه او نهه شپيته زره افغانيو په ارزښت پچير اګام ولسوالۍ کې پر دوه سوه بېوزله کورنيو شپږ زره د هګيو چرګان وويشل شول.

د کرنې رئيس نور الله سباوون په وينا په دغه مرسته کې شل زره کیلو ګرامه خوراکه، اته سوه ابخورۍ او دانې خورۍ توکي، شپږ سوه متره جالۍ او نور توکي هم شامل و.

نوموړي وويل، چې هرې کورنۍ ته ديرش د هګيو چرګان، ۴ ابخورۍ او دانه خورۍ توکي، سل کيلو ګرامه د چرګانو خوراکه او درې متره جالۍ ورکړل شوې.

د کرنې رئیس په وينا له دغې مرستې څخه يې موخه داده، څو بېوزلو مېرمنو ته په خپلو کورونو کې د کاروبار زمينه برابره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *