د مخدره توکو یو قاچاق کوونکی د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شو
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې څخه یې رانقل کړی دی،دغه کس نن سهار ( لړم ۲۷) د سرحدي پولیسو له لورې د ۵ کیلو ګرامه هیرویینو سره یوځای نیول شوي دی.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،کشف شوي مخدره توکې په ډېر مهارت سره په جانپاک،برزو،یخن قاق او زیرپرانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
همدارنګه تیره اونۍ هم د سرحدي پولیسو له لوري د بلخ او هرات په هوایي ډګرونو کې د نشه یي توکو د قاچاقو په تور پینځه تنه نیول شوي وو چې نشه یې توکي یې په خپله خیټه کې ځای پر ځای کړي وو.