د کابل په هوایي ډګر کې د یوه قاچاق وړونکې نیول کیدل

د مخدره توکو یو قاچاق کوونکی د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ونیول شو

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې څخه یې رانقل کړی دی،دغه کس نن سهار ( لړم ۲۷) د سرحدي پولیسو له لورې د ۵ کیلو ګرامه هیرویینو سره یوځای نیول شوي دی.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې،کشف شوي مخدره توکې په ډېر مهارت سره په جانپاک،برزو،یخن قاق او زیرپرانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

همدارنګه تیره اونۍ هم د سرحدي پولیسو له لوري د بلخ او هرات په هوایي ډګرونو کې  د نشه یي توکو د قاچاقو په تور پینځه تنه نیول شوي وو چې نشه یې توکي یې په خپله خیټه کې ځای پر ځای کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *