د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان د یرغل او نسل وژنې لپاره د عدالت غوښتنې د لاریون کوونکو په ملاتړ ویلي دي چې حکومت او نړیواله ټولنه دې باید ددې خلکو غږ واوري.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان د خلکو د اسلامې حزب مشر په خپله پیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې « د ترهګرۍ سره سوله او جوړ جاړی باید د خلکو د قتل عام په بیه نه وي.»
نوموړې همدارنګه د مالیستان،جاغوري او خاص ارزګان د ولسوالیو د خلکو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو له دوه اونیو راهیسې د خاص ارزګان،مالستان او جاغوري ولسوالۍ د تهاجمي بریدونو لاندې نیولي دي ،سره له دې چې اوسیدونکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي؛ مګر د مرکزي دولت له لوري ددې بریدونو د دفع کولو لپاره خاص او جدې اقدام اخیستل شوی نه دی.