د ترهګرۍ سره سوله باید د خلکو د «قتل عام»په بیه نه وي

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د مالستان، جاغوري او خاص ارزګان د یرغل او نسل وژنې لپاره د عدالت غوښتنې د لاریون کوونکو په ملاتړ ویلي دي چې حکومت او نړیواله ټولنه دې باید ددې خلکو غږ واوري.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان د خلکو د اسلامې حزب مشر په خپله پیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي چې « د ترهګرۍ سره سوله او جوړ جاړی باید د خلکو د قتل عام په بیه نه وي.»

نوموړې همدارنګه د مالیستان،جاغوري او خاص ارزګان د ولسوالیو د خلکو ستونزو ته د ژر تر ژره رسیدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو له دوه اونیو راهیسې د خاص ارزګان،مالستان او جاغوري ولسوالۍ د تهاجمي بریدونو لاندې نیولي دي ،سره له دې چې اوسیدونکو ته یې درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي؛  مګر د مرکزي  دولت له لوري ددې بریدونو د دفع کولو لپاره خاص او جدې اقدام اخیستل شوی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *