په هلمند کې د امریکایانو په هوایي برید کې ۶تنه افغان سرتیري ووژل شول
د هلمند سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې ددې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې د هېواد ۶ تنه نظامي سرتیري وژل شوي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ددې خبر په تاییدولو سره وویل چې په نادعلې ولسوالۍ کې د امریکایي ځواکونو له لورې په هوایي برید کې د هېواد ۶ تنه سرتیري وژل شوي او له ۲۰ تنو څخه زیات ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي د خبرو پر بنیاد د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو تیره ورځ د طالبانو د مرکزونو پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کول چې یو یو راکټ د کورنیو ځواکونو په یوه مرکز ولګیدو او د ۶ تنو سرتیرو ژوند یې واخیست او نږدې ۳۰ تنه نور یې ټپیان کړل.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دیره امریکایي ځواکونو له لورې تل د ملکي وګړو او نظامیانو د مرکزونو د په نښه کولو راپورونه رارسیږي.