په بادغیس کې د خاوند کورنۍ له خوا د یوې کم عمره ماشومې وژنه

د بادغیس سیمه ایزو چارواکو خبر ورکړی دی چې درې ورځې وړاندې ددې ولایت په قادس ولسوالۍ کې یوه کوچنۍ ماشومه د خاوند د کورنۍ له لورې وژل شوي ده.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،د بادغیس د ولایتي شورا یوې غړې مونیسه قادرې ددې خبر د تایید تر څنګ وویل چې دغه پیښه څو ورځې وړاندې ددې ولایت د قادس ولسوالۍ په جوزاغا کلې کې رامنځته شوي. مونیسې قادرې څرګنده کړه چې؛دغه کم عمره ماشومه هانیه نومیږي چې څو ورځې وړاندې د خاوند د کورنۍ له خوا لت وکوب شوې او وژل شوي ده.

د نوموړې د خبرو پر اساس دغه پیښه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې رامنځته شوی ده او د سیمې ۲ تنو مشرانو یې جنازه د قادس ولسوالۍ د کلینیک ته انتقال کوي چې په دغه وخت کې ولسوال له پیښې خبریږي او دغه پیښه یې تر تعقیب لاندې نیولي ده.

قادري وویل چې ددې پیښې په تړاو ددغه نجلې پلار چې د پیښې اصلې عامل دی له پیژندلو وروسته نیول شوی دی.

ویل کیږي چې کم عمره هانیه یې ددغه کورنۍ د هغه لور په بدو کې ورکړي وه چې د هانیې د ورور سره یې له کوره تیښته کړې وه. دا په داسې حال ده چې څه وخت مخکې هم یوه ۲۷ کلنه ښځه د قادس ولسوالۍ په جان دوز کلې کې د خپل خاوند له لورې په ډزو سره وژل شوي وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *