انیسه رسولي په ستره محکمه کې د ګډون لپاره ددویم ځل لپاره ولسي جرګې ته وروپیژندل شوه

انیسه رسولي د جمهور رییس غني له لورې د هیواد په ستره محکمه کې د غړیتوب لپاره د دوهم ځل لپاره د نماینده ګانو مجلس ته ور وپیژندل شوه.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،جمهور ریس غني تیره ورځ انیسه رسولي او عبدالشکور مجهور په سترې محکمې کې د ګډون لپاره د نماینده ګانو مجلس ته ور وپیژندل.

انیسه رسولي درې کاله وړاندې هم د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د جمهور رییس له لورې معرفي شوي وه مګر په دې ونه توانیدله چې د نماینده ګانو د مجلس څخه د اعتماد رایه واخلې او دغه پست ترلاسه کړې.

په هماغه وخت کې انیسه رسولې ته رایه نه ورکول د ښځو د حقوقو ملاتړو ادارو،د مدني ټولنو د غړیو او په ولسې جرګه کې د ښځینه استازو غبرګونونه را وسپارول.

رسولي د افغانستان په تاریخ کې لمړنۍ ښځه ده چې په ستره محکمه کې د غړیتوب د لرلو لپاره ولسي جرګې ته ورپیژندل کیږي. انیسه رسولي ۵۰ کاله عمر لري او د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون څخه یې د جرم پیژندنې په څانګه کې ماسټرې لري ، له دې وړاندې یې د کابل د ماشومانو د عمومې امنیت په محکمه کې د قاضۍ په توګه دنده ترسره کړي ده او همدارنګه د افغانستان د ښځینه قاضیانو د انجمن ریاست هم په غاړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني همدارنګه د یوه جدا فرمان له مخې عبدالشکور مجهور هم د سترې محکمې د غړیتوب لپاره د استازو مجلس ته معرفي کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *