د سعودي جنګې بیړیو د ۴ یمني کب نیوونکو کشتۍ تر هدف لاندې نیولي دي

د سعودي جنګې بیړیو د ۴ یمني کب نیوونکو کشتۍ تر هدف لاندې نیولي دي یمني سرچینو ویلي دي چې د عربستان جنګي بیړیو د سرې بحیرې د الحدیده په سواحلو کې د څلورو کب نیوونکو یمنیانو کشتۍ چپه کړي دي.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،ویل کیږي چې تیره ورځ شنبې( زمري ۶ مه) سعودي عربستان د خپلو جنګي بیړیو څخه په کار اخیستنې څلور یمني کی نیوونکې تر برید لاندې نیولي دي.
ویل کیږي چې د سعودي د ایتلاف له لورې د یمني کب نیونکو په کشتیو باندې د ترسره شوي برید په پایله کې په کشتیو کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي.
د سعودي متجاوز ایتلاف د تیرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې په الحدیده کې د یمن تر لاس لاندې سیمو یاندې په خپلو بریدونو ته زیاتوالی ورکړی دی چې تیره شپه یې د الحدیده د راډیو ټلویزون ودانۍ هم بمبار کړي ده.
د امریکا په مشرۍ د سعودې د متجاوز ایتلاف په داسې حال کې سختوالی موندلی دی چې یمني ځواکونو د تیرو ورځو په جریان کې د سرې بحیرې په اوبو کې د دې ایتلاف یوه کشتۍ له مینځه ویوړه چې دغه خبر د سعودي د چارواکو لخوا هم تایید شو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *