د سعودي د ایتلاف جنګي الوتکو د یمن څو ښارونه تر هدف لاندې نیولي دي

د یمن امنیتي چارواکو ویلي دي چې نن سهار د سعودي د ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په څو ښارونو بریدونه کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د یمن امنیتي سرچینو نن د شنبې په ورځ( زمري ۶ مه) ددې هیواد په څو ښارونو کې د سعودي ایتلاف د جنګي الوتکو د برید خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې ددې ائتلاف جنګي الوتکو د صنعا،صعده،حجه او ریمه په ښارونو بریدونه کړي دي چې تر اوسه ددې پیښې د تلفاتو جزیات په لاس کې نشته.

دا خبرونه په داسې حال کې خپاره شوي دي چې نن سهار د سعودي عربستان یوه بې پیلوټه ددې هیواد په عسیر سیمه کې له مینځه وړل شوي ده.

ویل کیږي چې دا بې پیلوټه الوتکه په داسې حال کې د یمن د ځواکونو له لورې له مینځه ویوړل شوه چې د الربوعه په سیمه کې د جاسوسۍ په حال کې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د څو تیرو ورځو په جریان کې د یمن فوځ او ددې هیواد ولسي کمیټو په دغه هیواد کې د سعودي د تیري کوونکي ائتلاف کشتۍ تر برید لاندې نیولي او له مینځه یې وړې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *