روسیې د داعش ترهګرې ډلې له دروغو ډکه ادعا بې اساسه وګڼله

د راپورونو له مخې داعش ترهګرې ډلې په سوریه کې دعوه کړې وه چې په درعا کې د دې ډلې په عملیاتو کې روسي نظامیان وژل شوي دي مګر دا خبر د روسیې د هیواد له لورې دروغ وګڼل شو.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،شینهوا خبرې آژانس راپور ورکړی دی چې د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې هغه خبرونه چې په سوریه کې د روسیې د نظامیانو په وژني ولاړ دي بې اساسه دې او مونږ یې ردوو.

د روسیې دفاع وزارت په یوه بیانیه کې ویلي دي چې ددې هیواد هیڅ یو نظامي د سوریې په درعا ښار او د دغه هیواد په نورو سیمو کې وژل شوی نه دی .

د بیانیې پر اساس د دې وزارت خبرې سرچینې دغه خبر دروغ ګڼلی دی او ویلي یې دي چې داعش دا خبر قصداً خپور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د روسیې ددفاع وزارت اعلان وکړ چې د دې هیواد نظامي ځواکونه په پوره امنیت کې قرار لري او د تل په شان په خپلو وظایفو عمل کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *