کابل د وحشت او وینې ښار؛ ښاریان یې د مرګ په انتظار

کلونه کیږي چې کابل د وحشت او وینې په ښار بدل شوی دی ،ددې کوچني ښار اوسیدونکي هر سهار له خوبه راویښیږي او د مرګ په انتظار کیني تر څو دغه پدیده راشې او ورو، ورو ټول وخوري او بل ښار ته سفر وکړي،کابل په دې ورځو کې ښه حال نه لري او هیڅوک یې پکې د ژوند کولو هیله نه لري.
د دشت برچي په سیمه کې د راي اچوني د نوم لیکني په مرکز باندې د ځان وژونکي برید څخه وروسته چې تقریباُ ۲۰۰ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله د پرون ورځې حمله چې د ۷۰ نفرو ته پکې مرګ ژوبله واوښته،ددې ښار د اوسیدونکو په څیره کې راتلونکي ته د هیلې په نوم هیڅ شی هم نشته او نن ورځ د ټولو خلکو څیرې ددې پر ځای چې بشاش او تازه و اوسي خسته او نا امیده وې.

ټکسیوان،دوکاندار،ددولت کارکوونکی، د سرکونو پر سر میوه پلورونکي او حتی بې وزلې په غمجنو سترګو د لمر وړانګو ته ګوري او په کور کې یې ۵۰۰ ټنه څخه زیات د غم ټغر هوار دی،د ۷ میلیونه څخه زیات دا غم حس کوي او ۳۹ میلیونه تنه په دې غم کې اخته دي مګر یواځې یو څو تنه چې د حکومت په څوکیو ناست دي په دې ټولو وینو لوبې کوي.
د پرونۍ ورځې په ځان وژونکو بریدونو کې د رسنیو د کورنۍ ۹ تنه ووژل شول ،همدغه ۹ تنه د هرې کورنۍ روزې ګټونکي وو او هر یو د یو چا زوی،د چا ورور،د چا خور او د یو چا میرمن وه چې ددغه ۹ تنو هر یو د خپل ژوند یوه لویه برخه له لاسه ورکړه.
زوې یتیم شو او لور بې پلاره شوه او د هغوې لپاره هرڅه راښکته شول او دې غم څرنګه د کابل د خلکو په ژوند را خپور شو چې ښار یې د غمونو په کور بدل کړی دی.
د ملې وحدت حکومت چې د جان کیرې په ابتکار رامینځته شو د امنیت راوستلو ،اقتصاد او حکومت دارۍ په برخه کې یو ناکامه حکومت دی او د ملې وحدت د حکومت مشران د خپلو سیاستونو په لټه کې دي او هیڅ یو لوري د افغانستان د خلکو په فکر کې نه دی ،کابل چې ددې هیواد د پایتخت ښار دی بې امنیتي پکې څپې وهي.
وسلوالې غلاوې،وژنې،اختطاف،چاودنې او د کابل ښار په سړکونو باندې د خلکو بیر وبار چې هر وخت صورت نیسي هیڅوک ورته ځواب نه شي ویلي او ټول د شخصي او سمتي ګټې تعقیبوي ،هیڅوک فکر نه کوې چې په دې ځان وژونکي برید کې څوک وژل کیږي او په وروسته بل ځان وژونکي برید کې به څوک ووژل شي.

کابل هغه ښار دی چې اوسیدونکي یې په نشت امکاناتو د ژوندي پاتي کیدو هڅې کوي مګر د حکومت مشران حتی دومره مرسته هم نه کوي چې دغه اوسیدونکي ژوند وکړې.
د نورو هیوادونو سره د امریکا جګړې ددې سبب شوې دي چې د افغانستان خلک ووژل شي او د ملې وحدت حکومت چې د امریکا لاسته راوړنه ده د امریکا د سیاستونو نو سره د مخالغت توان نه لري.
امنیتي تړون چې د ملې وحدت د حکومت د کار په لومړیو ورځو کې لاسلیک شو د افغانستان د خلکو په کوم درد دوا شو؛ د داعش ترهګره ډله زیاته پیاوړي شوه او د طالبانو ترهګرې ډلې خپل بریدونه زیات کړل،چې د افغانستان خلک ددې سیاست قربانیان شول.
د کابل بریښنا د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده هر کله چې وغواړي د بریښنا پاې له مینځه وړي او کابل بې بریښنا کوي او په دې حکومت کې د یوې ورځې تیګه بلې ورځې پورې تړلي نه ده یواځي خلک د ښه راتلونکي لپاره خپل ځان قربانوي مګر کوم راتلونکی په حقیقت کې پرې هیڅوک نه پوهیږي.
نن ورځ سهار وختي چې د کور څخه د کار په لوري راتلم دا څیرې مې ولیدلي او د ناهیلۍ څپې مې درک کړي؛ مګر د حکومت مشران او امنیتي ادارې چې مرمۍ ضد موټرونه لري شاید دغه څپې حس نه کړي او شاید دغه څیرې ونه ویني.

ندیم پارسینا

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *