عبدالکریم خرم: په افغانستان کې باید د امریکا وژونکي لوبې ته د پاې ټکی کیښودل شي

د جمهوري ریاست د دفتر پخوانی رییس عبدالکریم خرم،د خبریالانو د وژل کیدو په تړاو ویلي دي چې د افغانستان خلک د یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې د ۱۱ خبریالانو د وژنې د علت په اړه دې په افغانستان کې د امریکا وژونکي لوبې ته خاتمه ورکړل شي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د پښتو راډیو څخه یې نقل کړی دی د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالکریم خرم د خبریالانو وژنه لویه غمیزه بللي ده او ویلي یې دي چې خلک باید په دې هیواد کې د یوې اوونۍ څخه په کمه موده کې د یولسو خبریالانو د بې رحمانه وژني اساسي علت ولټوې تر څو په افغانستان کې د امریکا وژونکي لوبي ته خاتمه وبخښي.

تیره ورځ د کابل ښار په شش درک سیمه کې دداعش ترهګرې ډلې له لوري په یوه ځان وژونکي بربد کې ۹ تنه خبریالان ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول،ځو ورځې وړاندې په کندهار کې او تیره ورځ هم یو خبریال په خوست ولایت کې ووژل شو.
د راپورونو له مخې د حکومت د رسنیو دفتر نۍ په دې لټه کې دی چې د هیواد په رسنیو کې نفوذ وکړي ویل کیږي چې د ملې وحدت د حکومت د مینځته راتګ وروسته ۱۵۰ رسنۍ تړل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *