عطامحمد نور: د ارګ سره د مذاکراتو وروستۍ پریکړه جمعیت ګوند او د صلاح الدین رباني د ګوند مشر کولای شي

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور تیره نیمه شپه ( کب ۲۳) هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل چې ګواګي هغه د حکومت سره د چوکیو په سر جوړجاړی کړی دی د بلخ ولایت مقام په خپله پیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:
” نن ورځ د ټولنیزو رسنیو په پاڼو کې د ولایت څخه زما د لرې کولو خبرونه لاس په لاس کیږي.ټول دغه خبرونه بې اساسه دي او زه یې دروغ ګڼم.”
عطامحمد نور لیکلي دي،تر هغه وخته پورې چې د افغانستان د جمعیت اسلامې ګوند مشروع غوښتنې لاسته رانه وړل شي د پټو او ښکاره کړنو په اړه به هیڅ ډول معامله صورت ونه نیسي.
د بلخ برطرفه شوي والي همدا راز تاکید کړی دی چې خپلو وعدو ته ژمن دی او مذاکرات یې اوس هم روان دي.
دا په داسي حال کې ده چې د امنیت ملې د رییس معصوم ستانکزي او د محمد اشرف غني د دفتر د رییس سلام رحیمي د لیدنو څخه وروسته په دې اړه زیاتي څرګندونې ترسره شوي چې ګواګې د ارګ او ښاغلي نور ترمینځ جوړجاړي صورت نیولی دی.
تازه د ځینو رسنیو داسي خبرونه نشر کړي دي چې اسحاق رهګزار د بلخ د والي ځای ناستی ټاکل شوی دی.
مګر دغه خبرونه تیره ورځ او همدارنګه څو ورځې وړاندې د استاد عطامحمد نور او د جمعیت اسلامي ګوند ته نږدې سرچینو لخوا د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې رد کړی شوي وو .
د افغانستان د جمعیت اسلامې ګوند مشر عطامحمد نور ویلي دي:
” یو وار بیا د یادولو وړ ګڼم چې د مذاکراتو په اړه وروستۍ پریکړه د جمعیت ګوند او د صلاح الدین رباني د ګوند یو مشر کولای شي.”
په دې حساب سره لیدل کیږي چې اوس هم د بلخ د والي ښاغلي نور د ځای ناستي په اړه تشنج او اختلافونه موجود دي او حکومت له ډېرو هڅو سره سره ونه توانیده چې دغه اختلافونه له مینځه یوسي.
د ملې وحدت د حکومت له لوري معرفي شوی والي انجینر داوود اوس هم په کابل کې دی او تازه یې د رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې نوموړی د بلخ برحاله او قانوني والي دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *