ناپیژانده وسلوالو د تخار ولایت د بنګي بازار څوکیدار په دار ځړولی دی

۴۳ کلن عبدالباقي د تخار ولایت د سیاب ولسوالۍ په بنګي بازار کې د څوکیدارۍ( ساتونکي) دنده پر غاړه لرله چې تیره شپه( کب ۱۹) د ناپیژانده وسله والو لخوا په دار وځړول شو.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر ددې مسئلې په تایدولو سره خاور میانه خبرې اژانس ته وویل ،د سیاب ولسوالۍ د بنګي بازار څوکیدار عبدالباقي تیره شپه د ناپیژانده وسلوالو لخوا په دار ځړول شوی دی.
اسیر وویل،تر اوسه ددغې پیښې علت روښانه شوی نه دی او په دې اړه پلټنې رواني دي.
ددې ولسوالۍ په ځینو برخو کې غیر مسؤله وسلوال شتون لري او هر وخت ددغسي جنایي پیښو د رامنځته کیدو سبب ګرځي.

محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *