د سمنګانو والی ګوښه کیدو په اړه، د افغانستان اسلامی جمعیت اعلامیه

بسم‌الله‌الرحمن‌الرحیم
په نژدي وروستیو کې ولسمشرماڼۍ د افغانستان د اسلامي جمعیت د یوه بل لوړپوري غړي د سمنګانو محترم والی عبدالکریم خدام چې د ملی یوالی حکومت د سیاسی هوکړې لیک پر بنسټ د تعامل له مخی، څو میاشتی مخکې ټاکل شوی وه، د ګوښه کیدو فرمان صادر کړی دي. په داسې حال کې چې د نوموری په اړه د سمنګانو خلکو له لورې هیڅ شکایت نشته، او د نوموړي پر پوهی او چارو مخکې وړلو په اړه هیڅ شک نشته دی.
مونږ ټول پوهیږو چې د سیاسی هوکړې لیک او د ملی یوالی مشارکت له مخې د حکومت رامنځه کیدو موخه د ځینو ژمنو ترسره کول لکه:
• د اساسی قانون د تعدیل کمیسیون جوړیدل؛
• د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کیدل؛
• د اساسی قانون د تعدیل لوې جرګي ترسره کول؛
• د پارلمان له لوری تصویب شوی قانون سره سم د برښنایې پیژند پانو ویش؛
• د ځانګړې کمیسیون طرحي پر بنسټ د ټاکنیز نظام اصلاحات او په ټاکل شوی وخت کې د پارلمانې ټاکنو ترسره کول وه.
چې باید ددې حکومت د کار په لومړیتوب کې ځای درلوده او د ملی یوالي حکومت جوړیدو څخه دوه کاله وروسته دا ټول ترسره شوی وی.
له بده مرغه چې د ملی یوالی حکومت نه یوازې خپل اصلی مسئولیتونه ترسره نکړ، بلکې د انحصارې او کړکیچ زیږونکو آجنداو ترلاس لاندې نیول یې، ددې لامل شو چې د ورځي په تیریدو سره د افغانستان وضعیت کړکیچن شی او په وروستي پیښه کې د سمنګانو والی ګوښه کیدو په اړه د فرمان صادریدل وه. دا په داسې حال کې ده، چې په بلخ ولایت کې د ارګ له لوري رامنځته شوی ستونزي په اړه خبرو اترو پایله تراوسه معلومه نده. د افغانستان اسلامي جمعیت، چې د ملی یوالی حکومت د جوړیدو اصلی لوري دی، د سمنګانو والی ګوښه کیدو فرمان غیرموجه، په هیواد کې د نانندرو زیاتیدو په برخه کې بل ګام، خپل سري او د ملی یوالی حکومت د سیاسی هوکړې لیک سره په مخالفت کې بولی او د سمنګانو ولایت د مخورو، خلکو او ترکمن قوم دریځ په تأیید سره، دغه فرمان ردوی.
د افغانستان اسلامي جمعیت د دې ستونز حل لاره د خبرو اترو دوام او د ملی یوالی حکومت د سیاسی هوکړې لیک ته د ملی یوالی حکومت ژمنتوب بولی او د افغانستان سیاسی ګوندونو، د علماو شورا، مدني ټولنو، لوی ملی شخصیتونو او نړیوالی ټولني څخه غواړې، چې د ارګ کړکیچ زیږونکي ګامونه مخنیوي وکړي او پرنږدی، چې د ارګ کړکیچ زیږونکی ګړنې وضعیت له دې نور هم پیچلي کړی.

و من الله التوفیق
د افغانستان اسلامي جمعیت مشرتابه شورا
کابل- د ۱۳۹۶ د سلواغۍ ۳۰

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *