د هیواد د روان وضعیت په اړه د افغانستان د جمعیت اسلامي د رهبرۍ ناسته

د افغانستان د اسلامي جمعیت کوند رهبري د جمعې په ورځ ( ۱۳ دلو ) د هیواد د روان وضعیت په اړه ناسته ترسره کړه او همدارنګه یې د افغانستان په پارلماني ټاکنو بحث او خبرې ترسره کړې .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه غونډه د صلاح الدین رباني د دې ګوند د ریس په مشرۍ له ډیر وخت پس نن وروسته له غرمې ترسره شوه .
د دې ناستې په دوام کې د هیواد د امنتي وضعیت او د وروستیو تروریسټي پیښو په اړه له حکومت او همدارنګه د راتلوونکو پارلماني ټاکنو په اړه بحث او خبرې وشوې .
همدا راز په دغه ناسته کې راتلوونکې پارلماني ټاکنې په خپل وخت د ترسره کیدو او همدا راز د سیاسي ګوندونو رول په نظر کې نیولو سره به دغه ټاکنو کې په هیواد کې د دموکراسې د پیاوړې کولو په موخه جدي تاکید ترسره شو .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *