په يمن کښې سعوديانو ته درانۀ سرتاوانونه ورسېدل، 250 ووژل شول
د تيري ګرو ځواکونو دغه پرمختګ د سعودي د هوائي ځواکونو په ملاتړ سره د سمندري ځواکونو له يرغل سره په يو وخت بڼه ونيوه او د يمن فوځي او ولسي ځواکونو وکړې شول له دغه پرمختګ سره مقابله وکړي او د توپونو په ډزو سره د ذباب په الحريقيه سيمه کښې د اماراتو پينځلس فوځي لارۍ او د سعودي څو فوځي لارۍ او يو بولډېزر تباه کړي.
د يمن له مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور هادي سره پېېليو ټولنو او اېجنټانو همدارنګ په باب المندب کښې په وروستيو نښتو کښې د هغوي د درويشتو فوځي لاريو د تباه کېدو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کښې دي چې يوې فوځي سرچينې د سعودي تيري ګرو فوځيانو له دېرشو نه د زياتو فوځي ګاډو د تباهۍ خبر ورکړ.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ په کهبوب کښې د القرون الخمسه سيمې په لور د سعودي تيريګرو ځواکونو د يوې بلې حملې مخه ونيوه چې په نتيجه کښې يې په لسګونو تالي څټي ځواکونه ووژل شول او يا هم زخميان شول.
دغې فوځي سرچينې د تعز په محاذ کښې د کهبوب د يو شمېر برخو او د ذباب د سيمو په نښتو کښې له دوه نيم سوو نه د زياتو تيري ګر تالي څټو د هلاکېدو او له څلورو سوو نه د زياتو ژوبلېدو خبر ورکړ.
په دغو لسګونو هلاک شويو کسانو کښې د دريم بريګېډ قوماندان عمر الصبيحي او د همدغه بريګېډ د څلورم يونټ قوماندان سامح حېدره هم شامل دي او د باخبرو سرچيو د وېنا له مخې ګڼ شمېر اېمبولېنسونه د مړو او زخميانو د وړلو لپاره د نښتو ځاے ته ولېږل شول او د عدن په اسپتالونو کښې هنګامي حالت اعلان شو. خو تالي څټو ځواکونو ونکړې شول خپل مړي يوسي او هغه يې د نښتو په ځاےکښې پرېښودي او تښتېدلي دي او نتيجه کښې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو وکړې شول د الصبيحي د مړي په شمول زيات مړي په خپل تحويل کښې واخلي.
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو همدارنګ د سعودي په نجران کښې په الخضراء لاره کښې د ګډو عملياتو په مرکز حمله وکړه چې په نتيجه کښې يې د الشدادي يونټ د محمد جوذم په شمول شپږ سعودي فوځيان ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.
همدارنګ د سعودي د جيزان الخشل سيمه هم او د تبه عامر سيمه او د عسير سيمې په علب لاره کښې د سعودي د فوځيانو سنګرونه د يمن د فوځي او ولسي ځواکونو د توپونو هدف وګرځېدل