يوي ايزدي ميرمني چي له داعش څخه په تيښته بريالۍ شوې له دولتي سرتيرو سره يې لويه مرسته کړې ده
دا ميرمن په دوه زره څوارلسم کال کي د داعشيانو له لوري تښتول شوې او د يو شمير نورو ميرمنو په گډون يې له دوی سره د جنسي برده په ډول ژوند کاوه
د عراق د ترهګرو پر وړاندې ځانګړو ځواکونو د یوې ایزیدي میرمنې په مرسته، چې په دې وروستیو کې د داعش له بنده په تیښته بریالۍ شوې، نوي پرمختګونه کړي دي. دې چې غوښتې ناپیژنده پاتې شي، عراقی سرتیرو ته یې د داعش د مورچلو په هکله مالومات ورکړي دي.
معان سعدي- “زمونږ خور ایزدي میرمن چې تاسو یې دلته وینئ، یوه ورځ مخکې یې د انتصار او قدس له عملیاتو په تیښته بریالۍ شوې ده. مونږ ته ځینې مالومات ورکړل
زمونږ ایزدي خویندي چې په دوه زره څوارلسم کال کې د داعش له لوري تښتول شوې ددوی له لوري سختې ځورول شوې او له دوی سره ځناورې کړنې شوې. له دې داسې ښکاري چې دا ډله د بشر او ښځو حقونو ته هیڅ ډول درناوی نلري.”
عراقي سرتیرو دوه ورځې وړاندې اعلان کړی وو چې د موصل عملیات یې چټک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د موصل عملیات له دوه میاشتو راهیسې دوام لري او په ډيرې پڅتیا سره پر مخ روان دي. په دې عملیاتو کې کردان، ملیشې او د امریکا په مشری نړیوال ایتلاف د عراقي سرتیرو سره مرسته کوي.