عرب هېوادونه په ترکيې کښې د روسي سفير د قتل پلانوونکي وو

د ترکيې د وزيراعظم پخواني مرستيال او د اے . کے ګوند باني بلنت آرينچ په ترکيې کښې د روسيې د سفير د قتل د واقعې په اړه وويل: مدارک او ثبوتونه دا خبر ثابتوي چې عربو هېوادونو د روسيې د سفير په وژله کښې لاس لرلے دے.

په ترکيې کښې د روسيې د سفير قتل په دومره اندازه  شاک راړونکے ؤ چې د دنيا اکثرو رسنيو تر ورځو ورځو پورې خپل خبرونه له دغه قتل سره مختص کړل. اوس د يوې هفتې له تېرېدو باوجود د ترکيې د وزيراعظم پخواني مرستياله د دغه قتل په اړه يو لړ مطالب بيانوي.

هغه له بي بي سي سره په مرکه کښې وويل: عرب هېوادونه د روسيې د سفير د قتل د پردې شا ته شتون لري او بې له شکه دغه عمليات پلان شوي وو او د ترکيې له پولو نه بهر لارښونه شوي دي او پکښې د عربو هېوادونو رول ثابتېدې شي.

هغه وويل: د افسوس خبره دا ده چې ترکيه  د عربو د ګټو د جنګ په مېدان بدله  شوې ده او دا چاره به د ترکيې د خلقو لپاره ډېر تاوان ولري او حتی که  ترکيې ته د عربو لخوا د ډالرو راماتېدو خبره هم رښتيا وي نو بيا هم يې نقصانات له دغې ګټې نه ‌ډېر زيات دي او د ملک او خلقو د زيانونو په وړاندې دغه ډالرې هيڅ ارزښت نه لري.

هغه زياته کړه دغه قتل د دواړو هېوادونو ترمېنځ تعلقات له مخکې نه زيات خړپړولې شي که څه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لخوا په ترسره شويو خبرو اترو سره حالات په کنټرول کښې راغلي دي. خو تازه اطلاعات په دغه قتل کښې د عربو هېوادونو رول څرګندوي چې دغه هېوادونه د ترکيې او روسيې د تعلقاتو د ګډوډولو په لټه کښې دي، ځکه چې ترکيه او روسيه ګډو ټکو ته د رسېدو په حال کښې وو چې عربو هېوادونو ته له دغو ملګرتياو څخه نقصان رسېدۀ.

Author

خروج از نسخه موبایل