عرب هېوادونه په ترکيې کښې د روسي سفير د قتل پلانوونکي وو
په ترکيې کښې د روسيې د سفير قتل په دومره اندازه شاک راړونکے ؤ چې د دنيا اکثرو رسنيو تر ورځو ورځو پورې خپل خبرونه له دغه قتل سره مختص کړل. اوس د يوې هفتې له تېرېدو باوجود د ترکيې د وزيراعظم پخواني مرستياله د دغه قتل په اړه يو لړ مطالب بيانوي.
هغه له بي بي سي سره په مرکه کښې وويل: عرب هېوادونه د روسيې د سفير د قتل د پردې شا ته شتون لري او بې له شکه دغه عمليات پلان شوي وو او د ترکيې له پولو نه بهر لارښونه شوي دي او پکښې د عربو هېوادونو رول ثابتېدې شي.
هغه وويل: د افسوس خبره دا ده چې ترکيه د عربو د ګټو د جنګ په مېدان بدله شوې ده او دا چاره به د ترکيې د خلقو لپاره ډېر تاوان ولري او حتی که ترکيې ته د عربو لخوا د ډالرو راماتېدو خبره هم رښتيا وي نو بيا هم يې نقصانات له دغې ګټې نه ډېر زيات دي او د ملک او خلقو د زيانونو په وړاندې دغه ډالرې هيڅ ارزښت نه لري.
هغه زياته کړه دغه قتل د دواړو هېوادونو ترمېنځ تعلقات له مخکې نه زيات خړپړولې شي که څه د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو لخوا په ترسره شويو خبرو اترو سره حالات په کنټرول کښې راغلي دي. خو تازه اطلاعات په دغه قتل کښې د عربو هېوادونو رول څرګندوي چې دغه هېوادونه د ترکيې او روسيې د تعلقاتو د ګډوډولو په لټه کښې دي، ځکه چې ترکيه او روسيه ګډو ټکو ته د رسېدو په حال کښې وو چې عربو هېوادونو ته له دغو ملګرتياو څخه نقصان رسېدۀ.