د سوريي دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ هوکړه ځنډول شوې ده

د سوريي دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ هوکړه ځنډول شوې ده   مخکې له دي تمه کيده چي ددي هوکړې له مخې د دولت وسله وال مخالفين له يو شمير سيمو وتلي وی خو د هغه موټرو انځورونه خپاره شوي کوم چي تر اوسه د مخالفينو او ټپيانو د را ايستلولپاره تم دي

په داسې حال کې چې واورې د حلب ښار ړنګې پوښلې  او د سړو  شپو ریپوټونه ورکول کیږي، د یو شمیر ښارګوټو اوسیدونکي پنډغالیو ته د لیږدولو په تمه دي. دې سیمې ته د سرې میاشتې مرستې هم رسیدلې او د حالاتو د ښه کیدو په تمه دي تر څو اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

له دې سره چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د یوې بلې هوکړې خبر ورکړل شوی خو د دولت مسولین د چارو ځنډیدل له هوکړو د وسله والو سرغړونه بولي.

فواد مصطفي-  “دا یوه هوکړه ده چې باید د مقابل لوري لخوا هم ومنل شي. پر هغه څه  چې مونږ هوکړه وکړه مونږ ورته ژمن یو خو دوی له خپلې ژمنې سرغړونې کړې ده. اوس مونږ دې ته په تمه یو ترڅو ددوی له لوري دا هوکړه پلې شي مونږ له دې هوکړې سرغړونه نده کړې او سل په سلو کې د پلې کیدو په تمه.”

له دې سره هغه موتر چې د وسله والو او ټپیانو د لیږدولو لپاره ولاړ  دي د هوکړې پلې کیدو په تمه دي. اوس مهال د  حلب په ختیځ کې تر دوه زره وسله وال مخالفین شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *