له ټاکنيزو بنسټونو سره د مدني ټولنو همکاري راتلونکي ټاکني رڼې، ديموکراتيکي اوعادلانه کړې

له ټاکنيزو بنسټونو سره د مدني ټولنو همکاري راتلونکي ټاکني رڼې، ديموکراتيکي اوعادلانه کړې دي

د ټاکنو شکايتونو کميسيون ريس عبدالعزيز آريايي ويلي، په راتلونکو ټاکنو کي د مدني بنسټونو ونډه د خلکو د باور او اعتبار لامل گرخي، خو د مدني ټولنو غړيو په دي بهير کي د ډيرې ونډې غوښتنه کړې ده

د ټاکنو شکایتونو کمیسیون ریس وایي، په سوله ایزه او عادلانه ډول د واک لیږدولو لاره د قوانینو پلې کول او د دموکراسۍ اصولو خپلول ده.

دې کمیسیون د ټاکنو په بهیر کې د مدني ټولنو شتون، د راتلونکو ټاکنو د رڼوالي او عدالت د پلي کیدو تضمین کونکی ښودلی او خبرداری یې ورکړی که چیرې د مدني ټولنو فعالیت له پامه وغورځول شي نو راتلونکې ټاکنې به هم د تیرو ټاکنو له برخلیک سره مخ شي.

په ورته حال کې د دمدني ټولنو غړي د راتلونکو ټاکنو په څار کې د ډيرې ونډې غوښتونکي دي، وایي: هغه مهال به د څارنې په برخه کې مرسته وکړي کله چې په پریکړه کونکي شورا کې دوی ته د پام وړ ونډه ورکړل شي. له دې سره دوی نورې غوښتنې هم لري:

په افغانستان کې په تیرو څوارلسو کلونو کې پنځه ځله ټاکنې تر سره شوې خو له ډې سره چې دا بهیر قوانین لري په کراتو ترې د سرغړونو ريپوټونه ورکړل شوي او تیرې ټاکنې له ډیریو نیمګړتیاوو سره مخ وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *