په بلخ ولايت کې د حضرت نبي کريم (ص) له مبارک ميلاد څخه نمانځنه وشوه

په بلخ ولايت کې د حضرت نبي کريم (ص) له مبارک ميلاد څخه نمانځنه وشوه

په  دې مراسمو کي گډونوالو ويلي: حضرت نبي کريم (ص) له ځان سره د سولې، ورورگلوی او ټيکاو پيغام له ځان سره را وړ نو له دې مخي اوسنی روان تاوتخريوالی د ستر پيغمبر د پيغام پر ضد دی، چي موخه يي د اسلامي ټولني بدنامول ده

په  مزار شریف کې د سني، شیعه عالمانو، د مدرسو طولابو او یو شمیر مزاریانو له لوري د حضرت محمد ص له مبارک میلاد څخه نمانځنه وشوه.

په دې مراسمو کې ګډونوالو وویل: په بشري تولنه کې حضرت محمد ص د مهربانۍ، زغم او یوالي بیلګه ده او له هر دول وژنې، ځانمرګي برید او تاوتریخوالي سره مخالف دی. دوی د اسلامي هیوادونو اوسنیو ستونزو ته په نغوتې سره ویلي، ددې ستونزو د هواری یواځینۍ لاره د  ستر پیغمبر په لارښونه او سنتونو عمل کول دي.

په دې مراسمو کې د اسلامي اخوت شورا غړیو هم د حضرت محمد ص مبارک میلاد الهي د بشریت او انساني ټولنې لپاره ډالۍ ښودلې، چې د بشریت د ګمراهۍ او بدبختی مخنیوی کوي.

د ربیع الاول له دولسمې تر اوسه هره ورځ د حضرت نبي کریم ص له مبارک میلاد او اسلامي اخوت له اونیه نمانځنه کیږي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *