د ايران ولسمشر حسن روحاني او او علي اکبر صالحي په تهران کي له يوکيا آمانو سره

د  ايران ولسمشر حسن روحاني او او علي اکبر صالحي په تهران کي له يوکيا آمانو سره ليدلي دي

ددې ليدني اصلي موخه د  اټومي هوکړې په هکله د اټومي نړيوال آژانس او ايراني چارواکيو ترمنځ خبري ښودل شوې ده

د  ایران اټومي سازمان مشر علي اکبر صالحي د نریوال اټومي آژانس له مشر سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي: له یوکیا آمانو سره یې په خبرو کې د اټومي پلان په هکله له نړیوالې ټولنې سره پر هوکړې او ددې هوکړې پر پلي کیدو او همدارنګه بهرنیو  چارو وزارت ته یې د ولسمشر حسن روحاني د سپارښتنو په هکله خبرې کړې دي.

له دې سره یوکیا آمانو ویلي: چې آژآنس د اټومي هوکړې څخه راضي دی او ایران په دې هوکړه کې خپلې ژمنې پلې کړي دي.

ښاغلي صالحي د اټومي پلان په هکله چې د دې هیواد د ولسمشر له حکمونو څخه شمیرل کیږي ویلي: د درنو اوبو بډاینه له پنځه سلنې نیولې تر نوي سلنې رسیږي چې په هکله به یې پریکړه درې میاشتې وخت ونیسي. له دې سره دوی ټینګار کړی: «له دې سره مونږ دا ګام د هوکړې په کړۍ کې پورته کو».

 مخکې له دې د اټومي آژانس چارواکیو ویلي وو چې ایران ته د سفر پر مهال به ښاغلی یوکیا آمانو د  اټومي پلان د هوکړې په هکله له ایراني  چارواکیو سره خبرې وکړي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *