داعش د سوریې په تدمر ښار کې ماته خوړلې

داعش د سوریې په تدمر ښار کې ماته خوړلې

د سوریې پوځ د روسیې جنګي الوتکو په هوایي ملاتړ توانېدلی د تدمُر پر تاریخي ښار د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې اورپکو بریدونه په شا وتمبوي.

ددغه راپور له مخې؛ د داعش جنګیالي چې د څو ساعتونو لپاره ددغه ښار په مرکز کې وو، له سیمې شاته شوي دي. د روسیې دفاع وزارت په وینا، ددغه هېواد جنګي الوتکو په ۶۴ هوایي بریدونو کې ددغې ډلې ۳۰۰ اورپکې وژلي دي. همداراز راپور ورکړل شوی چې د سوریې پوځ خپل سرتېري په حلب ښار کې له جګړې ګرځولي او تدمر ته یې استولي دي.

د ۲۰۱۵ کال له مې راوروسته داعش د نهو میاشتو لپاره د تدمر په دغه تاریخي ښار کې و او د ۲۰۱۶ کال به مارچ کې ترې وویستل شول. ددغه ښار د بريا تاق چې ډېر تاریخي ارزښت یې درلود د داعش لخوا ړنګ شو.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې لندن کې دی راپور ورکړی چې د روسي الوتکو “درنې” بمبارۍ داعش اړ کړی چې له ښاره شاته شي. ددغه راپور له مخې، ددغه ښار په څنډو کې جګړه دوام لري.

پر تدمر برید د سوریې پر پوځ متقابل برید بلل کېږي چې په بشپړ ډول د اورپکو له منګولو د حلب کنټرول ترلاسه کولو لپاره ددغه ښار په ختیځ کې په سخته جګړه کې ښکېل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *