په یو لړ عملیاتو کې دوه د طالبانو او دوه د داعش قومندانان وژل شوي دي

طالبان ۱۷ نظامي افغان را اعدام كرد

په یو لړ عملیاتو کې دوه د طالبانو او دوه د داعش قومندانان وژل شوي دي

د طالبانو د ۲تنو قوماندانانو او ۲ تنو داعشیانو په شمول ۵۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴۲ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی . د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول د طالبانو د ۲تنو قوماندانانو او ۲ تنو داعشیانو په شمول ۵۱ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴۲ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی. دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي ځواکونوپه مرسته د ننګرهار، پکتیکا، خوست، غزني، کندهار،ارزګان زابل ، دایکندی، بادغیس، هرات، فراه ، فاریاب، کندز او هلمند ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ترسره شول د پکتیکا ولایت د خوشامند په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه طالب نومي تروریستان وژل شوي ، ۱۲ تنه ټپیان ، یو تن نیول شوي او ۱۶ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان او د ارزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. همدا راز په یادو شوو عملیاتو کې د هرات ولایت د شیندند په ولسوالۍ کې د ۲ تنو طالب سیمه ایز قوماندانانو هر یو پیدا ګل او زبیر په شمول ۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۶ تنه ټپیان او ۹ موټرونه له منځه وړل شوي ، ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د زابل ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر ټپیان او ۱۱ موټر سایکلونه لاسته راغلي دي. ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *