په ښه حکومتولی کې دولسمشر ځانگړي استازي په دې لاره کې له نويو ستونزو خبر ورکړی دی
د احمد ضيا مسعود له دي څرگندونو سره د اداري فساد پروړاندې دمبارزي عالي اداري په دولتي بنسټونو او گمرکاتو کي د لوړ پوړيو چارواکيو د خپلوانو له لوري د پلان له مخي پر فساد نيوکه کړې ويلي يي دي دا کسان د ستر اختلاص پلان لري
د ښې حکومتولی او سمون په راوستلو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعودي وایي: د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د وړتیا له پامه غورځونې،قوم پالنې، د نشه یې توکیو د کر او تولید ډيرښت له امله په هیواد کې ښه حکومتولي او سمون ځنډنی کړی دی.
دوی ویلي، ترهغې چې سمون په حکومتي ادارو کې رامنځ ته نشي خلکو ته به د منلو وړ چوپړتیا وړاندې نشي
په ورته حال کې له اداري فساد سره مبارزې اداره هم وایي، ددې ښکارندې پر وړاندې د دولت له لوري مبارزه نیمګړې وه او دا کچه یواځې د پولیسو تر چمتوالي، د کسانو تر نیولو او بندي کولو وه.
دوی په ګمرکاتو او دولتي ادارو کې د پلان له مخې د فساد په هکله خبرداری ورکړی ویلي یې دي: په ګمرکاتو او بندرونو کې د لوړ پوړیو دولتي چارواکیو خپلوان په لویو فسادونو کې لاس لري او له دې هم د سترو اختلاسونو هڅې کوي.
له افغانستان سره مرسته کونکو هیوادونو د بوروکسل او لندن په ناستن کې خپلې مرستې د اداري فساد سره له مبارزې سره تړلې دي.