د هلمند والي دې ولایت ته د کویټې شورا د رالیږد ریپوټونه رد کړل

د هلمند والي دې ولایت ته د کویټې شورا د رالیږد ریپوټونه رد کړل

د هلمند والي حیات الله حیات وايي چې د وسله والو طالبانو د کویټې شورا دغه ولایت ته نه ده انتقال شوې، خو هغه تائیدوي چې دا شورا په کوټه کې له یوې سیمي څخه بلې سیمې ته انتقال شوې ده.

حیات الله حیات وویل، استخباراتي مامورین په دې کار کوي چې دا څرګنده کړي چې د کویټې شورا له خپل اصلي ځای د پاکستان کومې برخې ته انتقال شوې ده.

د هلمند والي حیات الله حیات نن په لښکرګاه کې یوې خبري ناستې ته وويل چې سږکال پدې ولایت کې د پاکستان په ملاتړد وسله والو طالبانو د لویو بریدونو یوه موخه هم همدا وه چې نړیوالو ته وښيي چې د کویټې شورا د افغانستان خاورې ته انتقال شوې ده .

ښاغلي حیات وویل “د کویټې شورا هلمند ته نده راغلې ځکه موږ په هلمند کې وسله والو طالبانو ته سخته ماتې ور کړې او درانه تلفات مو ور اړولي، د کویټې شورا د انتقال د موضوع تر شا د پاکستان مستقیم لاس دی ځکه دا هیواد د نړیوالو تر فشار لاندې دی تر څو په خپله خاوره کې د هغوی پټن ځایونه او روزنځایونه لمنځه یوسي نو ځکه يې دغه اوازه خپره کړې خو دا په ډاډ وایم چې په هیڅ صورت يې خپله شورا افغانستان ته نده را انتقال کړې” .

تیره ورځ د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ويلي چې د کویټې شورا د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت ته لیږدول شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت هم د طالبانو دا ادعا رد کړې او هغه یې د دغې ډلې یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *