داعش د افغانستان په هره ولسوالي کې د دوه سوه کورنیو ځای پر ځای کولو هڅه

داعش د افغانستان په هره ولسوالي کې د دوه سوه کورنیو ځای پر ځای کولو هڅه

د ولسي جرګې لومړي نایب عبدالظاهر قدیر نن وویل، داعش پلان لري، چې د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د کډوالو په نامه په هره ولسوالي کې ۲۰۰ کورنۍ ځای پرځای کړي او بیا دا ۲۰۰ کورنۍ دنده لري، چې ۸۰۰ کورنۍ جذب کړي او خپلې مفکورې ته یې راواړوي.

ده دا هم وویل، چې داعش په ننګرهار کې د یو ستر مرکز د جوړولو پلان لري.

ده چې د جرګې مشري یې کوله ګواښ وکړ، که دولت د داعش پر وړاندې جدې ګامونه پورته نه کړي؛ افغانستان به د داعش په یو ستر مرکز بدل شي.

قدیر ټینګار وکړ، چې دی همدا اوس د کورنیو چارو وزارت معینیت ته ليکل شوی یو رسمي مکتوب په لاس کې لري، چې په ننګرهار کې د ده په کورد داعش له خوا د ځانمرګي برید پلان موجود دی.

ظاهر قدیر ځکه دا اندېښنه وښودله، چې د ده په کور کې قومي مشران را غونډېږي او د داعش پر ضد پلانونه جوړوي.

د قدیر په خبره، په لیک کې راغلي، چې داعش ډلې د سباوون په نامه د یو شخص تر رهبرۍ لاندې ۱۵ ځانمرګو ته دنده سپارلې ده، چې دی او د ده ملګري په نښه کړي.

د ولسي جرګې لومړي نایب پر امنیتي چارواکیو نیوکه وکړه، چې د ده د امنیتي تدابیرو له پاره ورته هېڅ امنیتي چارواکي ډاډ نه دی ورکړی او نه یې ورسره اړیکه نیولې ده.

په همدې حال کې د جرګې یو شمیر نورو غړیو هم د داعش د لمنې د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د جرګې غړي عبیدالله بارکزي وویل، داعش د زابل په ځېنو ولسوالیو کې د مرکزونو په جوړولو بوخت دي، د روزګان په لوګر کې یې ۳ روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي او د روزګان په تنور غر کې یې سمڅې وهلې دي.

د ده په خبره، داعش په دې سمڅو کې درنې وسلې ځای پرځای کړي دي. بارکزي اندېښنه وښودله، چې داعش څنګه او له کومو لارو له وسلو سره کابل او نورو ولایتونو ته تګ ـ راتګ کوي.

د جرګې لومړي نایب د جرګې د دویم نایب شیخ نعمت الله غفاري په مشرۍ لس کسیز پلاوي ته دنده وسپارله، چې دا مسله وڅېړي او د ولسي جرګې عمومي غونډې ته یې په اړه رپورټ ورکړي.

ده په ورته وخت کې دا هم وویل، چې سترې محکمې ته د وزیرانو د استیضاح د موضوع استول به هم وڅېړي. قدیر وویل، ولسي جرګه به له خپلې پرېکړی په شا نه شي او له سترې محکمې هم تمه لري، داسې کار ونه کړي، چې د پوښتنې لاندې راشي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *