د سالنګ لار د ورغول شي

د شمالي سالنګ لار، چې د بغلان اړوند ده، خورا کنډوکپره ده؛ که تر راتلونکي ژمي پورې ونه رغول شي تګ راتګ به پرې ناشونی وي.

دی وايي، چې د سالنګ سړکونه د لوی تونل له خولې تر خنجانو ولسوالۍ پورې په پوره ډول تخریب شوي دي، که ونه رغول شي د ژمي په اوږدو کې به انساني ناورین رامنځته کړي.

د رحماني په اند، د سالنګ لارې پرانیستې ساتلو مسوولیت د سالنګونو ساتنې او څارنې ادارې دنده ده، خو تراوسه د دې ادارې چارواکو د سالنګ لارې بیارغونې خبرنه دی ورکړی.

په ورته وخت کې د سالنګونو ساتنې او څارنې ادارې مسوول جنرال رجب سلام وطندار ته په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، چې د سږني ژمي په اوږدو کې د سالنګ لارې پرانیستې ساتنې له پاره نوي تدبیرونه ترلاس لاندې لري.

رجب وايي، د دې لارې زیانمنونکې برخې پخې شوي او د تونلونو ځینو برخو کې کار روان دی.

جنرال رجب پر دې لار تلونکو کسانو ته ډاډ ورکوي، چې په را روان ژمي کې به پر دې لاره له هېڅ راز ستونزې سره مخ نه شي.

شمالي او سویلي سالنګ په ژمي کې له واورینو لارو ده، چې ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي او هر کال د واورې ښویېدنې او طبیعي پیښې له مسافرو قرباني اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *