مسکو په کندوز کې د امريکا د هوائي بریدونو او سرغړه ونکو ته د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده

مسکو په کندوز کې د امريکا د هوائي بریدونو او سرغړه ونکو ته د جزا ورکولو غوښتنه کړې ده

مسکو غواړي د افغانستان په شمال کې د کندوز پر ښار د امريکا د هوائي ځواکونو بمباريو څيړنه تر سره شي او په دغه پيښه کې سر غړه ونکې مجازات شي. د امريکا په دغو بمباريو کې ۳۰ ولسي خلګ وژل شوي دي. دامطلب دروسيي د بهرنيو چارو وزارت، د اطلاعاتو او مطبوعاتي چار و د فتر څرګند کړی دي. د روسيي د بهرنيو چارو وزارت په يادښت کې راغلي دي « دالومړۍ ځل نه دی چې په افغانستان کې د امريکا دپوځ لخوا د وسلو د ناتاره کارولو له کبله ملکي وګړي وژل کيږي» په تبصره کې راغلي دي « چې په دې اړه دامريکا غبرګون يوازې په دې محدوديږي چې وائي دپيښي په اړه به پلټني وکړي». « موږ په کلکه توګه په کندز کې د امریکا د هوايي ځواک له خوا د هوايي بمبارۍ په پایله کې د بې ګناه ملکي وګړو مرګ غندو. موږ د پېښې د فوري پلټنې غوښتنه کوو او د دې لپاره چې داسې ټکان ورکوونکي پیښې د بيا تکرار مخنيوي شوی وي د پیښي عاملينو ته بايد سزا ورکړل شي. موږ د وژل شوو کسانو کورنيو ، دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د تپيانو د چټکې روغتيا هيله کوو» — دامطلب د روسيي د بهرنيو چارو وزارت څرګند کړی دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *