پولیسو په کراچۍ کې په لسگونو مدرسو برید کړی

پولیسو په کراچۍ کې په لسگونو مدرسو برید کړی

د پولیسو ایالتي مشر الله دینو خواجه ویلي دي چې دوی پر دواړو سوني او شیعه مدرسو باندې وروسته له هغې حملې وکړې چې په ددې ډلو ترمنځ په فرقوي تاوتریخوالیو کې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

د جمعې په ورځ د اهل سنت والجماعت د سني ډلې پنځه ملاتړي چې پر جوماتونو باندې حملې کولې، په کراچۍ کې ووژل شول. د اهل سنت والجماعت ډله کوښښ کوي چې شعیه مذهبه په قانوني توگه غیر مسلمان وپیژندل شي.

د اکتبر د میاشتې په ٢٩ پنځه تنه د دیني مراسمو په ترڅ کې د کراچۍ په ناظم آباد کې ووژل شول. ددغو کسانو د وژنې پړه لشکر جنگوي العالمي ډلې په غاړه اخیستې.

تیره اونۍ د یوې ټولنې درې مشهور مشران پولیسو د اهل سنت والجماعت د ډلې د پلویانو په وژنه کې د لاس لرلو په تور ونیول. ددې کسانو د نیولو په غبرگون کې د کراچۍ په مالیر سیمه کې شیعه گانو اعتراضونه پیل کړل او مظاهره کوونکو لارې بندې کړې، پولیس مجبور شول چې اوښکې بهونکی غاز استعمال کاندي او هوایي ډزې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *