په پاکستان کې د تحریک انصاف د دولت ضد لاریون لغوه شو

د تحريک انصاف ګوند وایي، د پاکستان د سترې محکمې له خوا د پاناما ليکس اسنادو د څېړنې له ژمنې وروسته يې دغه پرېکړه کړې ده.

عمران خان پلان درلود چې له خپلو پلویانو سره د نومبر په ۲مه نېټه په پلازمېنه اسلام اباد کې ستر لاریون وکړي.

سترې محکمې عمران خان د اسلام اباد ښار له بندولو منع کړ. په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته، له خبريالانو سره عمران خان وويل، سترې محکمې د پاناما ليکس اسنادو د څېړنې لپاره د کميسيون د ټاکلو پرېکړه کړې ده او دغه کميسيون به د “لومړي وزير [نواز شريف] د درغليو څېړنه وکړي”

نوموړي ويلي، تحریک انصاف د نواز شريف د درغليو د څېړلو په موخه لاریون کاوه. نوموړي د کمسيون ټاکل “يوه بريا” بللې ده.

عمران خان ويلي “اوس به د لاريون پر ځای ۲ نومبر د خوښۍ ورځ ولمانځي.”

تر دې وړاندې د پاکستان سترې محکمې پر امنيتي چارواکو غږ کړی و، چې د مظاهرې پر مهال د عمران خان د پلويانو له خوا د ښار بندولو مخنيوی وکړي.

تحریک انصاف د سترې محکمې د هغې پرېکړې پر ضد د استيناف غوښتنه کړې وه چې د حکومت په خلاف لاريون يې محدوده سيمه کې پاتې کېدل غوښتي وو.

وړاندې د پوليسو او د عمران خان د پلويانو تر منځ شخړې شوې وې. تحریک انصاف وايي، پولیسو د دوی پر پلویانو ګاز ګارولی چې له امله دوه کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *