په عربستان کي اته کسان د ترهگريزو بريدونو په تور نيول شوي دي

په عربستان کي اته کسان د ترهگريزو بريدونو په تور نيول شوي دي حکومتي چارواکيو ويلي دا کسان د داعش غړي دي او غوښتل يي په دريو سيمو کي ځانمرگي بريدونه تر سره کړي

د سعودي عربستان کورنیو چراو وزارت ویلي، دې کسانو د عربستاني پرپوځیانو، ملکي کسانو او د سپورت پر یوې ډلې د بریدونو هوډ درلود. ددوی په وینا لومړی برید د ریاض په شمال کې د شقره په سیمه کې پر پوځیانو برید تر سره کیده او دوهم پلان په جده کې د برید تر سره کول وو او دریم برید په ستدیوم کې تر سره کیدونکی و چې ټول شنډ کړل شول.

منصور الترکي – “امنیتی ځواکنو د یولړ عملیاتو په تر سره کولو سره یو شمیر ترهګر چې غوښتل یې په ریاض، سپورټي سټیدیوم او جده کې بریدونه تر یره کړي نیول شوي دي، په هغه ستډیوم کې چې ټاکل شوې وه له عربي متحده اماراتو سره لوبه تر سره شي.”

د عربستان کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې له نیول شویو کسانو څخه دوه تنه یې پاکستانیان، یو سوری او پاتې نور یې د سعودي عربستان اوسیدونکي دي. ددې ډول ډلې نیول په سعودي عربستان کې ساری نلري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *